۰
ټرمپ:

ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴ زرو ته راکم کړو

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روان کال تر نوامبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر شاوخوا څلور-پنځه زرو ته راکم شي.
ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴ زرو ته راکم کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روان کال تر نوامبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر شاوخوا څلور-پنځه زرو ته راکم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې د اېچ بې او، (Axio for HBO) وې ټلوېزیونې خپرونې سره د مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلې هر څه پلان شوي او ډېر ژر به د پوځیانو شمېر ۸۰۰۰ ته او بیا ۴۰۰۰ ته راکم شي.

ټرمپ پرته له دې، چې کومه دقیقه نېټه اعلان کړي وویل چې د پوځیانو د حضور په اړه همداوس مذاکرات کېږي.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ هم خبریالانو ته ویلي وو چې دوي په مناسب ډول ژر له افغانستان څخه وځي.

د یادونې ده، چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د سند له لاسلیکولو وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور راکم کړی دی.

باید وویل شي، چې د څه نا څه ۱۳۰۰۰ پوځیانو شمېر اوس ۸۶۰۰ ته رسېدلی او امریکایان له پنځو پوځي اډو څخه وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي