۰
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:

افغان حکومت د طالب زندانیان په مشروط ډول خوشي کړي

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۰
په داسې حال کې، چې افغان حکومت د۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون په اړه لویه جرګه رابللې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د زندانیانو د خلاصون په اړه اندېښنه ښودلې ده.
افغان حکومت د طالب زندانیان په مشروط ډول خوشي کړي
په داسې حال کې، چې افغان حکومت د۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون په اړه لویه جرګه رابللې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د زندانیانو د خلاصون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون د زندانیانو د خلاصون په اړه د نړیوالې ټولنې اوسنۍ بې پروايي هم د اندېښنې وړ بللې ده.

دغه کمېسیون ټینګار کړي، چې حکومت دې د زندانیانو د خوشي کولو په پروسه کې نړیوالو تجربو ته وګوري او د طالبانو زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد کړي.

کمېسیون په همدې اړه په یوه اعلامیه کې و یلي، له قید او شرط پرته د زندانیانو خوشي کول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي او تر څنګ به یې د قربانیانو په حقوقو کې ستر تېری وي.

کمیسیون د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له غړو هم غوښتي چې په خپلو پرېکړو او مشورو کې دې د قربانیانو کورنۍ هم په نظر کې ونیسي او د دوی حقوقو ته دې درناوی وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نړیواله ټولنه هم په دې کې ملامته بولي چې د عدالت پر تامین پټه خوله ده او د دوی مسوولیت دی چې له بشري حقونو دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پرون د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د افغان حکومت له لوري لویه مشورتي جرګه جوړه او د ولسمشر په وینا پرانستل شوه.

د جرګې د پرانستې په مراسمو کې افغان ولسمشر غني و ویل، طالبانو ژمنه کړې، که د دوی ۴۰۰ بندیان ورخوشي شي نو بین الاافغاني خبرې به پیل کړي.
 
هغه دا هم و ویل، چې طالبانو خبرداری ورکړی، که بندیان یې خوشي نه شي طالبان به نه یوازې بېرته جګړه پیل کړي، بلکې لا به یې شدیده کړي.
 
افغان ولسمشر که چېرې جرګه د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړي او بندیان خوشي شي نو درې ورځې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
 
د هغه په وینا د بین الاافغاني خبرو په پیل سره به د دواړو لوریو د پلاویو تر منځ د خبرو لومړنۍ اجنډا دایمي اوربند وي.
 
د یادونې ده له تېرو دوه ورځو چې په جرګه کې خبرې کېږي تر ډېر نظر په دې دی، چې طالب زندانیان دې خوشي شي، خو په مشروط ډول.

د ډېرو کمېټو استازو ویلي، طالب زندانیان دې د نړیوال ضمانت په لرلو سره په دې  شرط خوشي شي، چې طالبان دایمي اوربند وکړي او ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل او سولې  سره وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي