۰
د امریکا دفاع وزیر:

تر نومبر پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۵ زرو ته راکموو

یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د روان میلادي کال د نومبر میاشتې تر پای پورې به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵ زرو راټیټ شي.
تر نومبر پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۵ زرو ته راکموو
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د روان میلادي کال د نومبر میاشتې تر پای پورې به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۵ زرو راټیټ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایسپر چې له فاکس نیوز تلوېزیون سره خبرې کولې ویلي« موږ غواړو چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د نوومبر تر پایه تر ۵ زرو هم لږ کړو.»

خو په وینا یې پینتاګون لا هم مکلف دی چې د دې پلان په اړه کانګریس ته معلومات ورکړپ او دا هم یقیني کړي چې ایا له دې سره د تروریستانو له لوري له افغانستان څخه امریکا خو نه ګواښل کېږي.

ایسپر دا هم تایید کړه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له دې سره کموي چې طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې خلاف د افغانستان د دولت پر ضد بریدونو ته زور ورکړی دی.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ په یوه مرکه کې ویلي و چې د نوومبر په درېمه د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې به له افغانستانه د ۴ زره او ۵ زره ترمنځ امریکايي پوځیان له افغانستانه څخه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي