۰
طالبان:

داعش هوډ لري زموږ په ۴۰۰ خوشي کېدونکو زندانیانو برید وکړي

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د داعش یوه ډله غواړي، د هغه څلور سوه طالب زندانیانو په لېږدونکو موټر بریدونه وکړي، چې ټاکل شوې ده، د افغان حکومت له خوا خوشي شي.
داعش هوډ لري زموږ په ۴۰۰ خوشي کېدونکو زندانیانو برید وکړي
وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د داعش یوه ډله غواړي، د هغه څلور سوه طالب زندانیانو په لېږدونکو موټر بریدونه وکړي، چې ټاکل شوې ده، د افغان حکومت له خوا خوشي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوی کره استخباراتي معلومات لري، چې داعش پر دغه طالب زندانیانو د بریدونو پلان لري.

په خبرپاڼه کې اعاد شوې، چې دغه داعشي ډله یار کار د افغان حکومت د استخباراتو او ځینو نظامیانو په مرسته غواړي تر سره کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي« یوه داعشي ډله هڅه کوي د افغانستان د حکومت د استخباراتو، ځیني نظامیانو او همدارنګه د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته هڅه کوي له دغه زندان څخه څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدوونکي موټر برید وکړي.»

طالبانو تور پورې کړی، چې حکومت غواړي په دې کار سره د سولې پروسه مختله او له زندانیانو غچ واخلي.

دوی په دغه اعلامیه کې جدي اندېښه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې د دغه ګواښ مخنیوی وکړي او په وینا یې که چېرې کومه تېروتنه وشي، نو مسوولیت به یې د هغه لوري پر غاړه وي، چې غفلت یې کړی وي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغه ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لویې مشورتي جرګې تر تایید وروسته د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړی، خو لا هم دغه زندانیان نه دی خوشي شوي او معلومه نه ده، چې کله به خوشي شي.

که چېرې زندانیان خوشي شي نو طالبانو او افغان لوري دواړو تایید کړې، چې په یوه اوونۍ کې به د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا وايي، د بین الاافغاني خبرو ځای او اجنډا معلومه شوې، خو د پیل نېټه یې لا هم نه ده معلومه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي