۰

جنرال جمعه ګل همت د کابل امنیه قوماندان وټاکل شو

دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۷
کورنیو چارو وزارت جنرال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکلی او په کار یې پیل کړی دی.
جنرال جمعه ګل همت د کابل امنیه قوماندان وټاکل شو
کورنیو چارو وزارت جنرال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکلی او په کار یې پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورینو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټوېټرپانه لیکلي، چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل د امنیه قوماندان په دوه وټاکل شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې جنرال امان الله واحدي د کابل د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله، چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا له دندې لرې کړای شو.

تر دې وړاندې یاد وزارت د کابل ښار د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین هم له ۱۶ تنو منسوبینو سره له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي و.

کورنیو چارو وزارت وايي، امنیه قوماندان او د یادو حوزو مسوولین او منسوبین یې د وظیفوي غفلت او بې کیفایتي په دلیل له دندو لرې کړې دي.

کورنیو چارو وزارت دغه اقدامات پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ناامنیو او جنايي جرمونو زور اخیستی دی.

د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې له ورځې چې پر کابل ښار ۱۴ راکتي بریدونو کابو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله تر وړمې ورځې پورې بېلا بېلو امنیتي پېښو کې کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي