۰

بلخ کې د کمانډو پر قطعه موتر بم برید ۴۴تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سی شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو پر یوه قطعه موټر بم برید شوی، چې د چارواکو په وینا د څو سرتېرو په ګډون ۴۴تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ کې د کمانډو پر قطعه موتر بم برید ۴۴تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو پر یوه قطعه موټر بم برید شوی، چې د چارواکو په وینا د څو سرتېرو په ګډون ۴۴تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوټېر پاڼه دا خبر تایید کړی وايي، دغه برید نن سه شنبې د وږي ۴ مه سهار ۹ بجې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ کې د یوه حیواني کلېنیک مخې ته شوی دی.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په ورته وخت کې ځايي پوځي چارواکي وایي، په دغه برید کې تر اوسه ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت هم برید تایید کړی وايي، په دغه برید کې دوه ملکي او یو نظامي وژل شوی او ۴۱ ملکي وګړي او نظامیان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په دغه برید کې یو ملکي وګړی او یو کمانډو سرتېری شهیدان،  شپږ کمانډو او ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت هم وایي، برید د خلکو د کورونو په منځ کې د یوه حیواني کلېنیک تر څنګ شوی خو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ویلي، دغه برید د کمانډو د قطعې په یوه امنیتي پوسته شوی دی.

په بلخ کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال هبت الله علیزي هم ویلي، په دغه برید کې یو کمانډو او یو ملکي وګړی وژل شوي، شپږ کمانډو او ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا برید د مازاده موټر په وسیله شوی دی.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورخې وړاندې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې هم د ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو په موټر بم کې درې سرتېري په کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي وو.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي