۰
امرالله صالح:

هېڅ څوک له قانونه لوړ نه دي، د وږي ۱۸ مه د وسلو د نندارې او واټونو ته د راوتو ورځ نه ده

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
د ولسشمر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، د ملي قهرمان احمدشاه مسعود د شهادت ورځ چې د وږي له اتلسمې سره سمه ده، د وسلو ښودولو او واټونو ته د راوتلو ورځ نه ده.
هېڅ څوک له قانونه لوړ نه دي، د وږي ۱۸ مه د وسلو د نندارې او واټونو ته د راوتو ورځ نه ده
د ولسشمر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، د ملي قهرمان احمدشاه مسعود د شهادت ورځ چې د وږي له اتلسمې سره سمه ده، د وسلو ښودولو او واټونو ته د راوتلو ورځ نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې  پرون د وږي ۱۱ مه په هغه غونده کې وکړې، چې د عاشورا په مراسمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ښه امنیت د ستایلو په موخه جوړه شوې وه.

ښاغلي صالح و ویل، د دولت رعب او زور باید هغه کسانو ته ثابت شي، چې خلک ځوروي او په وینا یې دوی به په جدي توګه د دغه ډول کسانو مخنیوی وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ، چې هېڅ څوک له قانون څخه لوړ نه دي او هېڅ تاریخي ورځ چا ته د خلکو د ځورونې مشروعیت نه ورکوي.

ده و ویل«د وږي ۱۸مه د احمد شاه مسعود د شهادت ورځ ده، خلک ځوروونکي په هېڅ قوم او فکري جریان پورې اړه نه لري، موږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ شوی او د وږي ۱۸ مه چې زموږ له ارزښتونو څخه ده، باید په عزت، ویاړ او شرافت سره ولمانځل شي، نه دا چې په هوايي ډزو او نفرت رامنځ ته کولو خلکو ته زیان او ضرر شي.»

د ښاغلي صالح په وینا د وږي ۱۸ مه د قانون ماتونکې، وسلې ښودلو او پر واټونو د ګرځېدو ورځ نه بلکې د شهید ورځ ده، چې د امنیت په موخه به یې د کابل ښار د امنیتي پلان سره سم به د خلکو د امنیت لپاره جدي اقدامات وشي او د اړونده ارګانونو له خوا به د امنیتي پېښو ریښې په دقیق ډول وپېژندل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د ښه امنیت په موخه د قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او مخورو کسانو سره همغږي شوې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې د افغاستان تحصیل لرونکې مېرمنې باید د پولیسو په لیکو کې جذب شي او په دې کار سره باید د جرم کړۍ راتنګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي