۰

غزني او هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو غزني او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
غزني او هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو غزني او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل غزني او هلمند کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبۍ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
 
خبرپانه وايي، د غزني په ارزو سیمه کې د طالبانو برید مات شوی او په جګړه کې د ملا سبحان د ډلې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
 
دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هلمند په مارجې او ناوه ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
 
دفاع وزارت وایي، په دغه عملیاتو او نښتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي