۰
ارګ:

د زندانیانو د تبادلې بهیر په دقت څارو، تمه طالبان مو زندانیان راخوشي کړي

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۶
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، حکومت د زندانیانو د تبادلې لړۍ په دقت څاري او تمه لري، چې طالبان به هم د افغان حکومت یو شمېر زندانیان راخوشي کړي.
د زندانیانو د تبادلې بهیر په دقت څارو، تمه طالبان مو زندانیان راخوشي کړي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، حکومت د زندانیانو د تبادلې لړۍ په دقت څاري او تمه لري، چې طالبان به هم د افغان حکومت یو شمېر زندانیان راخوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې یو شمېر طالب بندیان خوشي کړي او د بندیانو د تبادلې پروسه لا هم روانه ده.

د هغه په وینا د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده او حکومت د بندیانو د تبادلې په هره مرحله کې د پروسې په اړه خپل نظارت او ارزونه لري.

صديقي زياته کړې، افغان دولت د سولې پروسه کې پخپلو ژمنو عمل کوي او دا ژمنې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ترسره کېږي.

نوموړي ليکلي«موږ منتظر یو چه طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشې کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي.»

صديقي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ويل کېږي له دوشنبې تر ننه افغان حکومت ۲۰۰ طالب بنديان او طالبانو بيا ۴ کومانډو سرتېري ازاد کړي دي.

دغه راز ټاکل شوې نن افغان حکومت پاتې ۱۲۰ طالب بنديان هم ازاد کړي او طالبان به پاتې دوه کومانډو سرتېري ازادوي.

په دې سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې بهير بشپړېږي او مخامخ بين‌الافغاني خبرو ته لاره هوارېږي.

د افغانستان د مصالحي عالي شورا وايي، دا چې د بندیانو د تبادلۍ پروسه بشپړه شي ورسره جوخت به د سولې خبرې هم پیل شي.

دغه شورا ویلي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر د سفر تابیا کوي او ټاکل شوې دغه پلاوی سبا د قطر پلازمنې دوحې ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي