۰

ترکیه: له طالبانو سره مو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې روانې دي

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۴
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین وايي، ترکیه د افغانستان له نوي حکومت سره په اړیکه کې ده او پر بېلا بېلو موضوعاتو ورسره خبرې کوي.
ترکیه: له طالبانو سره مو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې روانې دي
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین وايي، ترکیه د افغانستان له نوي حکومت سره په اړیکه کې ده او پر بېلا بېلو موضوعاتو ورسره خبرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کالین ویلي، له طالبانو سره د کابل د نړیوال هوايی ډګر سربېره پر نورو موضوعاتو هم خبرې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه د کابل هوایي ډګر د بیا پرانیستل کېدو ملاتړ کوي او د یاد ډګر د فني او تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې له قطر سره هم خبرې پیل کړې دي.

د کالین په وینا د دوی ټول تمرکز پر دې دی چې د افغانستان حکومت وکولی شي په یوازي ځان هر څه سم مدیریت کړي.

 همدارنګه دی وايي، ترکیه په افغانستان کې د موجوده ستونزو د حل لکه د قتصادي او امنیتي وضعیت او دغه راز د کډوالو پر موضوع له طا لبانو سره په تماس کې دي او هیله لري چې هر څه ژر شته ستونزې اوارې کړي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند وايي، د افغانستان د اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته څنګه چې لازمه وه مثبت ځواب نه دی ویلی خو دوی باید لږ نور هم منتظر پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي