۰

خلیلزاد هند ته تللی له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر پاکستان وروسته هند ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د سولې په اړه خبرې کړې دي.
خلیلزاد هند ته تللی له هندي چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر پاکستان وروسته هند ته تللی او له هندي چارواکو سره یې د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون چهارشنبې د وږي ۲۵ مه له اسلام آباد څخه نوي ډیلي ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هرش شرینګلا او ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل سره لیدلي دي.

هندي رسنۍ وايي، خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر دې غږېدلی، چې هند او امریکا په قطر کې د افغانستان د سولې د پیل شوې پروسې پر راتلونکې په څه ډول په ګډه کار کولی شي.

سرچینه زیاتوي، خلیلزاد د سپټمبر په دوولسمه په دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د هند ګډون وستایه. د قطر په پرانستونکې غونډه کې هند د بهرنیو چارو وزیر په کچه ګډون کړی و.

خلیلزاد ویلي«دواړو خواوو پر راتلونکو ګامونو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د هند او امریکا ترمنځ د همکارۍ پر امکاناتو خبرې وکړې.»

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا خبرې د سیمه ییزو، نړیوالو او دوه اړخیزو مسلو په اړه د دوو هېوادونو د نژدې سلامشورو لپاره د هند او امریکا د ستراتېژیک مشارکت ښکارندويي کوي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له پیل دوه ورځې وروسته اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاودید باجوه سره یې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي