۰

کورنیو چارو وزارت:طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي

سی شنبه ۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۲
د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۳۲۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کورنیو چارو وزارت:طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي
د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۳۲۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، طالبانو په دغه موده کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې بریدونه تر سره کړي دي.

د هغه په وینا د طالبانو په دغه بریدونو کې ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي، چې تر ټولو ډېر تلفات په ننګرهاهر او تخار ولایتونو کې اوښتي دي.

طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر دغه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم ویلي، چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوي، چې زیاتره مرګ ژوبله یې ولسي وګړو ته اړولې ده.

یوناما د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی، چې د ملکي وګړو د خوندیتابه لپاره بېړني ګامونه اوچت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي