۰

د کورنیو چارو وزارت وایي په تېره اوونۍ کې ۴۶۶ وسله وال وژل شوي

یکشنبه ۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۱۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي په تېره اوونۍ کې ۴۶۶ وسله وال وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۱۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن یک شنبې د غوایي ۹ مه په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو  پر مهال اوښتې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو په میدان وردګ، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، لوګر ننګرهار، فراه، هرات فاریاب، جوزجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې ۴۶۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۵۱ نورټپیان شوي او ۴۹ نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د وسله والو مخالفینو ځینې قوماندان هم شامل دي او دغه راز د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې هم مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي