۱

ولسمشر غني دوحه کې له خلیلزاد سره پر سوله خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
ولسمشر غني دوحه کې له خلیلزاد سره پر سوله خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د امریکا د ملي امنیت شورا استازي، افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان د ملي دفاع وزارت استازي هم برخه درلوده.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اوربند په اړه ټینګار او همدارنګه د جینیوا راتلونکي کنفرانس په اړه هم بحث وکړ. 

خبرپانه وایي، خلیلزاد ولسمشر غني ته د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تر منځ د سولې پروسې د دویم پړاوو د پیل مبارکي وویله.

خلیلزاد د تاوتریخوالي پرزیاتوالي خپله اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ په اړه د امریکا پر دریځ ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني پرون قطر ته ولاړ او هلته یې د دغه هېواد د لومړي وزیر او دغه راز د افغان حکومت د مرکچي پلاوی سره هم ولیدل.

له مرکچي پلاوي سره لیدنه کې ولسمشر غني ویلي، حکومت سولې ته ژمن دی او دولت او ملت دواړه غواړي، چې په اساسي شکل ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي