۰
ولسمشرغني:

د دوحې پریکړه د امریکا او طالبانو ده، طالبان د له اوربنده وېره نکوي

چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دوحې مخکنی پرېکړه د امریکا او طالبانو تر منځ ده او طالبان باید د افغان ولس غوښتنې ومني او له حکومت سره هم سوله وکړي.
د دوحې پریکړه د امریکا او طالبانو ده، طالبان د له اوربنده وېره نکوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دوحې مخکنی پرېکړه د امریکا او طالبانو تر منځ ده او طالبان باید د افغان ولس غوښتنې ومني او له حکومت سره هم سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې پرون ناوخته په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې وینا کوله زیاته کړهو چې افغان حکومت اوربند او سولې ته کلک ژمن دی.

نوموړي و ویل، چې طالبان دې هم سولې ته ژمنتیا وښيي، له اوربند د وېره نه کوي او له افغان حکومت سره د سوله وکړي.

د ښاغلي غني په وینا د افغانستان د سولې په اړه اوس سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او ټول له افغان حکومت سره ولاړ دي چې طالبان باید دا حقیقت درک کړي.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ ویې ویل، طالبان باید د ولس غوښتنې ته دې درناوی وکړي، اوربند دې وکړي او له اوربند دې وېره نه لري.

ولسمشر غني د طالبانو او امریکا هوکړې ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت په دغه هوکړه کې نه دی شامل او طالبان باید دا مسئله درک کړي چې دوی له افغانانو سره خبرې کوي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چېو د دوحې هوکړه د طالبانو او امریکا هوکړه ده چې افغان حکومت یې په موادو کې دخیل نه دی.

د یادونې ده، چې پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي، چې د دوحې مخکنی پرېکړه د امریکا او طالبانو ده او افغان حکومت په کې دخیل نه دی.

نوموړي هم ټينګار کړی، چې طالبان باید دا خبره درک کړي او له افغان حکومت سره د نوې هوکړې پر اساس د سولې خبرې مخ ته یوسي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له تېرو دریو اونیو راهیسې پیل شوې، چې لا هم د اجنډا او کاري اصولو پر سر توافق ته نه دي رسېدلي.

توافق ته د نه رسېدو یو لامل هم همدا دی، چې طالبان ټینګار لري، چې له امریکا سره د دوی هوکړه د د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ هم وي، خو افغان لوری دا خبر ورسره نه مني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي