۰
د کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په دوه اوونیو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۱
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې په بېلا بېلو بریدونو او چاودنو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو په دوه اوونیو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو دوه اونیو کې په بېلا بېلو بریدونو او چاودنو کې ۲۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه و ویل، چې طالبانو په یاده موده پر ملکي خلکو او افغان ځواکونو د شپږو ځانمرګو بریدونو او ۹۲ ماین چاودنو په ګډون ۵۷۵ حملې کړې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه بریدونو کې ۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات ورنه کړل.

دی وايي، طالبانو په دې موده کې دوه ځانمرګي او ۷۲ یرغلیز بریدونه یوازې په هلمند ولایت کې ترسره کړي چې له امله یې تر پنځه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه بریدونه جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د هرډول بریدونو ځواب ورکوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي