۰
امرالله صالح:

د کابل امنیت مې خپله پر غاړه اخیستی، پر مجرمینو به رحم ونه کړم

شنبی ۲۶ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۹
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د امنیت مسوولیت یې مستقیمآ خپله پر غاړه اخیستی او پر غلو، داړه مارانو، مجرمینو او د هغوی پر ملاتړو به رحم ونه کړي.
د کابل امنیت مې خپله پر غاړه اخیستی، پر مجرمینو به رحم ونه کړم
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د امنیت مسوولیت یې مستقیمآ خپله پر غاړه اخیستی او پر غلو، داړه مارانو، مجرمینو او د هغوی پر ملاتړو به رحم ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې تېره (جمعه شپه) د تلې ۲۵ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلې وايي، دغه کار یې د ولسمشرغني د هدایت سره سم پر غاړه اخیستی دی.

هغه زیاته کړې«د ښاغلي ولسمشر د هدایت سره سم به د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت مسوولیت خپله پر غاړه واخلم.»

نوموړي ټینګار کړي، چې د قانون د پلي کولو او د خلکو د امنیت د تامین په خاطر د مصلحت په نوم څه نه پېژني او پر جنایت کوونکو یې رحم په قانون کې ځای نه لري.

دی وايي، خپلو نورو دندو او مسوولیتونو
ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«کابل کې د خپل ورغوري په شان بلد یم، ټولې پخوانۍ دندې او مسوولیتونه به په عادي شکل مخ ته وړم، تاسو ډاډه اوسۍ، د غلو، لنډه غرو، خلکو ازرونکو، باج اخیستونکو، قانون تښتېدونکو، د دولت او خلکو د املاکو د غاصبینو، متکررو مجرمینو، چې تر پرده لاندې فعالیت لري او زورواکو ټولو نوملړ مخکې له مخکې ترتیب شوی دی.»
ته به هم  د پخوان په شان له دغه کاره سره هممهاله رسېدنه کوي، چې د امنیتي میثاق تطبیق کول یې یوه برخه ده.

ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«کابل کې د خپل ورغوري په شان بلد یم، ټولې پخوانۍ دندې او مسوولیتونه به په عادي شکل مخ ته وړم، تاسو ډاډه اوسۍ، د غلو، لنډه غرو، خلکو ازرونکو، باج اخیستونکو، قانون تښتېدونکو، د دولت او خلکو د املاکو د غاصبینو، متکررو مجرمینو، چې تر پرده لاندې فعالیت لري او زورواکو ټولو نوملړ مخکې له مخکې ترتیب شوی دی.»

د ولسمشر لومړي مرستیال له خلکو غوښتي، چې له امنیتي ځواکونو سره په ډاډ او اعتبار همکاري وکړي او له هرې لارې چې کولی شي امنیتي مسایل د دوهم معاونیت پورې ورورسوي.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او د ټولنې له بېلا بېلو پاړکیو سره د هغوی نېږدې کول یې د کار بله برخه ده، چې د دغه وصل لپاره بېلا بېلې او ګڼې لارې شتون لري، نو ځکه باید خلک په دې برخه کې خپله همکاري درېغ نه کړي او د مجرمینو او جنایتکارانو د منځه وړلو برخه کې خپل پاک رول ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې په دې وروستیو کې د غلا، شوکو، قتلونو او نور جنايي پېښو په زیاتېدو سره خلک اندېښمن شوي او پر امنیتي بنسټونو یې فشار اچولی، چې د دغه کار مخنیوی وکړي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو ورځو کې ځینې اقدامات کړي او ان سرپرست وزیر یې پولیسو ته پر مجرمینو د ډز کولو اجازه هم ورکړې، خو بیا هم د جنايي پېښو په رامنځ ته کېدو کې لږوالی نه تر سترګو کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي