۰
قریشي:

د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ د تاوتریخوالي کمېدو پورې تړلی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ افغانستان کې د تاوتریخوالی له کمولو سره تړلی دی.
د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ د تاوتریخوالي کمېدو پورې تړلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ افغانستان کې د تاوتریخوالی له کمولو سره تړلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون شنبې د لړم ۳ مه د افغانستان د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني او ورسره پلاوی سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه تاریخي بللې خو ټینګار یې کړي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدا کولی شي، د بین الافغاني خبرو پرمختګ ته لار هواره کړي.

دی وايي، ځینې ورانکاري عناصرو نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات وي او افغانستان او پاکستان ټینګې اړیکې ولري.

قریشي ونه ویل، چې ورنکاري عناصر څوک دي خو زیاته یې کړه، چې پاکستان له افغانستان سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي.

ده و ویل، هېواد یې د سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی او بل هیڅ هیواد د افغانستان له سولې دومره ګټه نه کوي لکه څومره چې یې پاکستان کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسي جرګې او د پاکستان د ملي جرګې ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دوو پارلمانونو د دوستۍ ډلې دې په خپل منځ کې تماسونه ډېر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي