۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: نه غواړو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړو

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد یې نه غواړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: نه غواړو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد یې نه غواړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي د پاکستان له جیونیوز تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغان سولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي او هیله لري، چې دا پروسه بریالي شي.

نوموړي ځینې هېوادونه تورن کړي، چې په دې برخه کې مرسته نه کوي، خو ټينګار یې کړي، چې پاکستان تل هڅه کړې، چې افغانستان تل پاتې سولې ته ورسېږي.

قریشي زیاته کړې چې هېواد یې د افغان حکومت په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.

نوموړي په دوحه کې د په ټپه ولاړو بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کړې ویلي یې دي، په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چاور وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت، نړیوال او ان ځینې پاکستاني چارواکي وايي، چې اسلام آباد د طالبانو تر شاه ولاړ دی.

دوی دا هم ویلي چې پاکستان نه یوازې د طالبانو ملاتړ، تجهیز او تمویل کوي، بلکې دغه هېواد د نورو ترهګرو ډلو لپاره هم خوندي ځای دي.

وړمه ورځ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي و، چې که د طالبانو تر شاه پاکستان نه وي، دغه ډله به شپږ میاشتې هم د جګړې توان ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي