۰
خوست:

ډلیز برید د برېدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی، ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
د خوست والي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز د وسله والو ډلیز برید د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.
ډلیز برید د برېدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی، ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د خوست والي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز د وسله والو ډلیز برید د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

د خوست والي صدیق پتمن جمهور خبري آژانس ته و ویل، شاوخوا درې بجې ۷ واړه بریدګر د افغان ځواکونو خوا و وژل شول او او جګړه پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونه دا مهال په سیمه کې تصفیه کوي او د ځانمرګو څو واسکټونه یې نیولي، چې خنثی یې کړي.

د خوست والي د مرګ ژوبلې په اړه زیاته کړه، چې تر اوسه کره جزیات نه دي راټول شوي دا چې سیمه تصفیه شي بیا به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

خو په وینا یې په لومړی دوه موټر بم بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د خوست روغتیایي چارواکي وايي، د برید له ځای څخه دوی ته تر ۴۰ پورې مړي او ټپیان وروړل شوي دي.

د خوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، دوی ته ۳۳ ټپیان او د ځانګړو پولیسو د منسوبینو ۳ جسدونه وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټپیانو کې لس تنه ملکي وګړي دي او د مرګ ژوبلې شمېر مخ پر زیاتېدو دی، ځکه یو شمېر خلک تر لوېدولو کوټو او ودانیو لاندې شوې دي.

بل خوا د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین وايي، یوه شخصي روغتون ته هم یو جسد او څلور ټپیان وروړل شوي، چې په دې سره تر اوسه پورې د مړو شمېر څلور تنه او د ټپیانو ۳۷ تنو ته رسېدلی دی.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو ویلي دوی به د پېښې په اړه له پلټنو وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي