۰

لوګر کې د طالبانو د پوځي کمېسیون رییس ټپي شوی

یکشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د لوګر لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس په دغه ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.
لوګر کې د طالبانو د پوځي کمېسیون رییس ټپي شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د لوګر لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس په دغه ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ویلي، پېښه پرون شنبې د غبرګولي اوله سهار شاوخوا ۹ بجې د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي د طالبانو د طالبانو کمېسیون په مشر مولوي نجیب په یاده سیمه کې د طالبانو د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې ده.

احمدي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې مولوي نجیب او یو بل طالب سخت ټپیان شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې، چې لوګر کې ماین چاودنې د دوی دوه تنه غړي ټپیان کړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي