د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر جرمي او مافیايي کړیو ساحه تنګه شوې او هڅه کوي، چې د د شپږنیمو د امنیتي غونډې د کارونو مخنیوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه د شپږ نیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې جرمې او مافیايي کړۍ هڅه کوي، چې د کابل د امنیت په اړه د شپږنیمو د امنیتي غونډې کارونه تخریب کړي.
نوموړي زیاته کړې«د جرمي کړیو پر سرکرده ګانو ساحه تنګه او لا هم تنګېدونکې ده، نو ځکه له بېلا بېلو لارو یې د شپږنیمو د امنیتي غونډې د تخریب لپاره هڅې پیل کړې، په یوه مناسب فرصت کې به یې دلایل ملت ته واضح کړم، موږ داسې غږونه هم په واک کې لرو، چې وايي، د خدای ج په لحاظ د ترهګرو او طالب شاه پرېږدۍ، دا شپږنیمې مه پرېږدۍ، چې بېخ یې راویست، دغه ډول اسناد او غږونه به په نېږدې کې د هغو مختلفو اړخونو ته په پام سره د ملت په واک کې ورکړو.»
په ورته وخت کې ښاغلی صالح وايي، پر کابل ښار د شویو راکېټي بریدونو په اړه تر اوسه کوم لاس ته راوړڼه نه ده شوې خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل