۰

امریکايي ځواکونو افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تخلیه کړې دي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تخلیه کړې، خو ځواکونو د ایستلو بهیر یې مبهم دی.
امریکايي ځواکونو افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تخلیه کړې دي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تخلیه کړې، خو ځواکونو د ایستلو بهیر یې مبهم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشګټن پوست او سټار انډ سټرایبس ورځپاڼو ویلي، په قطر کې د امریکا او طالبانو له تړون وروسته امریکا په افغانستان کې له خپلې ۱۰ اډې بندې کړې دي.

سرچینې وایي، که څه هم امریکا په افغانستان کې خپلې اډې له طالبانو سره د کړې موافقې پر اساس د ټولو پوځیانو د ایستلو د پلان له مخې تشې کړې دي ، په وینا یې د ځواکونو د ایستلو بهیر مبهم او غیر یقیني ښکاري.

واشتګټن پوست ویلي، امریکايي ځواکونه د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي