۰

هغه ډاکتر چې پر یوه ناورغ هلک یې څو ځلې جنستی تېری کړی نیول شوی دی

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیس هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه ناروغ ۱۰ کلن هلک یې څو څو ځلې جنسي تېری کړی دی.
هغه ډاکتر چې پر یوه ناورغ هلک یې څو ځلې جنستی تېری کړی نیول شوی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیس هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه ناروغ ۱۰ کلن هلک یې څو څو ځلې جنسي تېری کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه ډاکتر صفت الله نومېږي، چې د عزیز الله زوی دی او د شپاړسمې حوزې اړوند سیمه کې یې د ذلفقار په نوم روغتون کې کار کاوه.

د ښاغلي صالح په وینا دغه درنده خویه او ابلیس صفته ډاکتر پر خپل یوه ناورغ چې ۱۰ کلن هلک دی په وار وار جنیسي تېری کړی، چې پرون د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د خپل دفتر ریاست ته یې سپارښتنه کړې، چې له عامې روغتیا وزارت نه وغواړي، چې د دغه ډاکتر جواز لغوه کړي او له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته په ټولنه کې د ډاکتر په توګه دنده ونه کړي.

ښاغلي صالح زیاتوي، چې د دغه ډول کسانو اعترافات او عکسونه به ډېر ژر خپاره شي ځکه منفیي تشهیر په ټولنه کې د جرمونو د ښکته کېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې ښاغلی صالح وايي، د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې درې تنه مجرمین د وېش پر سر په خپلو کې سره په جګړه شوي، چې یو تن یې وژل شوی دی.
دی وايي، وژل شوی هغه جرم پېشه دی، چې نوم یې د مجرمینو په نوملړ کې هم خپور شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال ټینګار کوي، چې د مجرمینو خپور شوی لېست ډېر موثق دی، چې تر اوسه پورې له ۳۷۰۰ مجرمینو څخه یوازې ۹ سوه نیول شوي دي.

ښاغلي صالح یو ځل بیا له کابل ښاریونو غوښتي، چې د یوه عمل ګرا ښاري په توګه د دغه مجرمینو په موندلو کې له امنیتي بنسټونو سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي