۰

کندهار کې کابو ۱۰۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
کندهار کې کابو ۱۰۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د کندهار په ژېړۍ، ډنډ او معروف ولسوالیو کې په امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان پوځیان چې په فعال دفاعي حالت کې دي لاس په کار شول او طالبانو سره نښته رامنځ ته شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان پوځیانو د هوايي ملاتړ پر مټ د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول او لسګونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله واړله.

ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه او هوايي بریدونو کې ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر، درې عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.

دفاع وزارت د خپل لوري د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي دي.

دغه ډلې څو اوونۍ وړاندې هم دغه ډلې په ارغنداب او یو شمېر نورو ولسوالیو بریدونه وکړل، چې د افغان چارواکو په وینا مات شول او تر ۳۰۰ زیات غړي یې و وژل شو، چې یو شمېر په کې پاکستانیان هم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي