۰

حکومتي مرکچي پلاوی کابل او د طالبانو پلاوی اسلام آباد ته ولاړل

چهارشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۵
د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو تر درېدو وروسته ویل کېږي، حکومتي پلاوی د کابل په لور او د طالبانو پلاوی د اسلام آباد په لور خوځېدلي دي.
حکومتي مرکچي پلاوی کابل او د طالبانو پلاوی اسلام آباد ته ولاړل
د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو تر درېدو وروسته ویل کېږي، حکومتي پلاوی د کابل په لور او د طالبانو پلاوی د اسلام آباد په لور خوځېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حکومت پلاوی د تګ پخلی تر اوسه رسمي سرچینو نه دی کړی، خو اسلام آباد ته د طالب پلاوي د سفر پخلی طالبانو کړی دی.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ ویلي، د سیاسي دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی پاکستان ته روان شوی دی.

وردګ په خپل ټوېټر لیکلي، چې ملا برادر او ورسره پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللي، چې هلته به له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو، په ځانګړي ډول د کډوالو، پاکستان ته د افغانانو د تګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې وکړي.

د افغان پلاوی په اړه په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو نایید شوي راپورونه وايي، چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ حکومتي پلاوی هم پرون ماښام د کابل په لور خوځېدلی دی.

د یادونې ده، چې د سولې د مرکچي پلاویو تر منخ خبرې څو ورځې وړاندې د راتلونکې مرغومي میاشتې تر ۱۶ مې پورې ودرول شوې.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې تایید کړې وه، چې دغه ځنډ د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د سلا مشورو اخیستو لپاره خبرو کې راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي