۰

دفاع وزارت: کندهار کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: کندهار کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د کندهار په ژېرۍ، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په ژېړۍ کې د طالبانو له خوا خښ شوي پنځه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي