۰

ډاکترعبدالله له خلیلزاد سره پر سوله غېږېدلی دی

چهارشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
ډاکترعبدالله له خلیلزاد سره پر سوله غېږېدلی دی
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او خلیلزاد لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه شوې، چې په کې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، عبدالله له دغه امریکايي چارواکو سره د سولې پروسه او په ځانګړي ډول د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو مذاکراتو پر پیل خبرې کړې دی.

عبدالله، خلیلزاد ته ویلي، افغان دولت سولې ته ژمن دی او هڅه کوي، له همدې فرصت نه ښه ګټه واخلي، نو ځکه د افغان دولت مرکچي پلاوی د خبرو د پیل لپاره د نظام په بشپړ ملاتړ دوحې ته تلل دی.

په ورته وخت کې عبدالله په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې نور د تاوتریخوالي زیاتوالی او هدفي وژنې د منلو نه دي او د تل پاتې سولې لپاره اوربند مهم دی.

خلیلزاد هم د سولې د لومړي پړاو مذاکراتو پر بریالي پای ته رسېدو او دویم پړاو پر پیل او دوحې ته د افغان پلاوي پر سفر خوښي څرګنده کړې ویلي، یې دي، امریکا به د افغان سولې پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړي، چې دواړه لوري باید د رامنځ ته شوي فرصت څخه د سولې ته د رسېدو او جګړې د پای لپاره اعظمي ګټه پورته کړي.

خلیلزاد هم روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې د نه منلو وړ وبللې او ژر تر ژره یې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې خلیلزاد وړمه شپه کابل ته راورسېده او دلته یې له عبدالله سربېره له استاد سیاف، حامد کرزي، حمدالله محب، محمد حنیف اتمر او فضل محمود فضلي سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې.

نوموړي پر داسې مهال له افغان چارواکو او سیاسیون سره پر سوله غږېدلی، چې پرون د افغان دولت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته ولاړ.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد به له کابل وروسته ترکمنستان او له هغه ځایه بیا دوحې ته ولاړ شي او هلته به د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره وګوري.

خلیلزاد د دغه سفر په پیل کې په یوه ټوېت کې ویلي، په دویم پړاو خبرو کې به یې هڅه دا وي، چې دواړه لوري اورکم او بشپړ اوربند ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي