۰

کابل په پرمختللیو امنیتي کمرو پوښل کېږي

چهارشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به کابل ښار په پرمختللو مخفي امنیتي کمرو وپوښل شي.
کابل په پرمختللیو امنیتي کمرو پوښل کېږي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به کابل ښار په پرمختللو مخفي امنیتي کمرو وپوښل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه ویلي، د دغه کمرو په نصب سره به امنیتي وضعیت ډېر ښه شي.

نوموړي ویلي، په یادو کمرو به ۱۰۰ میلیونه ډالر ولګول شي، چې لګښت یې مرستندویه هېوادونه ورکوي، چې په نصب سره به یې پر ترهګرو کړۍ نوره هم تنګه شي.

دی وايي، لومړی ځل چې کابل کې امنیتي کمرې لګول شوې وې ۲۰۰۸ کال و خو اوس ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی، نو ځکه پرېکړه وشوه، چې کابل هم په پرمختللو امنیتي کمرو وپوښل شي.

بل خوا ښاغلی صالح وايي، په تېرو ۷۰ ورځو کې چې کومې نیونې شوې، په کې ۱۷ تنه داسې مجرمین دي، چې هممهاله د اعش او طالب غړیتوب لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، له دې ښکاري، چې داعش او طالب یو دی او یوازې د جګړې لپاره یې تکتیک بدل کړی دی، چې جزیات به یې وروسته د ملي امنیت له خوا د خلکو سره شریک کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي