۰
د ناټو مشر:

له افغان ځواکونو ملاتړ کوو، وتل مو په شرایطو پورې تړلي دي

سی شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان په عمومي وضعیت او سولې خبرې کړې دي.
له افغان ځواکونو ملاتړ کوو، وتل مو په شرایطو پورې تړلي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان په عمومي وضعیت او سولې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي سټولټنبرګ تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د مرغومي ۲۹ مه ماښام شوې دي.

ارګ وایي، د ناټو عومي منشي او ولسمشر غني تر ډېره د سولې پر مسئله، له افغان ځواکونو د ملاتړ او په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسولو خبرې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره خبرو کې د افغان سولې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د ناټو مشر ویلي، چې دغه سازمان د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو تر څنګ به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ، چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له افغان ځواکونو به یې د روزنې، تجهیز او پیاوړي کولو په برخه کې ملاتړ روان وي.

په ورته وخت کې خپله د ناټو مشر پرون په یوه ټوېټ کې ویلي، چې ناټو سازمان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا افغانستان کې یې حضور او د افغان ځواکونو ملاتړ د دې لپاره دی، چې تر څو دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي.

د ناټو مشر تایید کړې، چې له ولسمشر غني سره یې د سولې پروسې په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د ناټو دریځ کې بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې یې حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

ناټو پر داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ او په افغانستان کې پاتې کېدل په شرایطو پورې تړي، چې څو ورځې وړاندې زرګونه نو امریکايي سرتېري هم له افغانستان څخه و وتل او شمېر یې ۲۵۰۰ ته راکم کړی شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي