افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني پرون چهارشنبې د سلواغې اوله ماښام مهال په ګلخانې ماڼې کېله ویلسن او مېلر سره لیدلي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي غني له ویلسن او مېلر سره د افغان سولې، روان امنیتي وضعیت، د جینوا کنفرانس په ژمنو او د امریکا د نوي حکومت سره چې نن یې رسمي کال پیلېږي د افغانستان د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
په دغه ناسته کې جنرال مېلر ښاغلي غني ته دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل.
له مېلر او ویلسن سره د غني لیدنه او خبرې پر داسې مهال تر سره کېږي، چې تېره د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن لوړه وکړه او رسمي یې خپل کار پیل کړ.
ښاغلي غني تېره شپه په یوه ټوېټ کې جوبایډن ته مبارکي یې ورکړې ده.
جمهور خبري آژانس:کابل