۰

کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۲
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.
کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه سهار مهال د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس څلور لاري کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چاودنه د سړک د غاړې ماین له امله وه، چې درې ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چاودنه د ملکي وګړو په یوه کرولا موټر شوې او درې واړه ټپیان د درمنلې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي