۰
ولسمشرغني:

له امریکا سره په اړیکو کې یو نوی فصل پرانستل شوی دی

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له خوا د طالبانو سره د کړي تړون د بیا ارزونې هرکلی کړی وايي، له امریکا سره اړیکو کې یو نوی فصل پرانستل شوی دی.
له امریکا سره په اړیکو کې یو نوی فصل پرانستل شوی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له خوا د طالبانو سره د کړي تړون د بیا ارزونې هرکلی کړی وايي، له امریکا سره اړیکو کې یو نوی فصل پرانستل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د سلواغې ۶ مه د کابینې په غونده کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو نوی فصل په دوام پیدا کړي.

ښاغلي غني دا هم ویلي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د یوې طرحې په اساس خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي«د نوې ادارې په دوهمه ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار لومړنۍ ټلیفوني خبرې زموږ د امنیت شورا له سلاکار سره وې، دا د یوې طرحې په اساس وې چې موږ تر سره کړې وه، یو نوی فصل چې زموږ په مناسباتو کې زموږ له عمده شریک د امریکا متحده ایالاتو سره پرانیستل شو دوام کوي.»

ولسمشر غني زیاته کړې، افغان حکومت د سولې په اړه روښانه نړیوال ملاتړ لري او په دې برخه کې نړیواله ټولنه ورسره همغږې ده.

ښاغلي غنی وايي، امریکا افغان حکومت او وسله وال ځواکونه خپل اساسي شریک بولي او د افغانستان او امریکا د اړیکو عالي مناسبات به دولت په دولت وي.

هغه دا هم و ویل، چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون به د امریکا د نوي حکومت لخوا څېړل کیږي چې وروسته به له افغان حکومت سره تر مشورې وروسته د سولې یوې اساسي حل نقشې ته ورسیږي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د امریکا متحده ایالتو او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي قرارداد پر خپل ځای دی او په خبره یې عملي کیږي.

د یادونې ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان تېره چهارشنبې د حمدالله محب سره تلېفوني خبرې وکړې او ویې ویل، چې له طالبانو سره د امریکا شوی تړون به له سره وارزول شي.

تر دې وړاندې باید د بایډن د بهرنیو چارو وزیر هم په خپلو خبرو کې ویلي و، چې د بایډن اداره به د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون له سره و ارزوي، ځکه په وینا یې دوی په دې اړه سم معلومات نه لري، چې دې تړون کې څه دي.

د امریکايي چارواکو له خوا دغه څرګندونو د طالبانو او پاکستان غبرګون هم راوپاروه او دواړو د بایډن له ادارې غوښتي و، چې کړي تړون ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي