۰

ولسمشرغني غني له بېل ګېټس سره خبرې کړې دي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د وتلي بشرپال میلیادر، د مایکروسافټ شرکت، د بېل او ملینډا ګېټس بنسټګر بیل ګټس سره د ویډیو له لارې انلاین خبرې کړې دي.
ولسمشرغني غني له بېل ګېټس سره خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د وتلي بشرپال میلیادر، د مایکروسافټ شرکت، د بېل او ملینډا ګېټس بنسټګر بیل ګټس سره د ویډیو له لارې انلاین خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  ښاغلي غني او ښاغلي ګېټس پرون سه شنبې د سلواغې ۷ مه شوې د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړه، چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره زیاتې وې، ځکه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ویډیويي خبرو کې د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو او امکاناتو پر زیاتوالي هم بحث وشو.

ولسمشر غني پر داسې مهال له ګېټس سره د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې خبرې کوي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسین د پیل شوي کمپاین په لړ کې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان، چې عمرونه یې تر پنځو کولو کم وي واکسین کړي.

خو په وینا یې د واکسین د دغه کمپاین پر وړاندې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د ګواښونو له امله ستونزې شته، چې ښايي کابو درې نیم میلیونه ماشومان یې له امله د ګوزڼ ضد واکسین څخه بې برخې پاتې شي.

 د یادونې ده، په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوی دی.

دا لا معلومه نه ده په ۲۰۲۱م کال کې چې لا یې لومړۍ میاشت په ختمېدو ده په افغانستان کې د ګوزڼ څو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي