۰

ولسمشرغني، د یونیسف یو چارواکی له افغانستانه شړلی

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا یونیسف یو چارواکی له افغانستان څخه شړلی دی.
ولسمشرغني، د یونیسف یو چارواکی له افغانستانه شړلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا یونیسف یو چارواکی له افغانستان څخه شړلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ولسمشر غني د یونیسف له دغه لوړ پوړي چارواکي سره تر لفظي شخړې وروسته د هغه د خارجېدو حکم ورکړی دی.

راپورونه وایي، د ولسمشر او یونیسف د دغه چارواکي، چې محمد محمدي نومېږي او د یادې ادارې د پولیو برخې مسوول دی هغه مهال لفظي شخړه شوې، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه یې بحث درلود.

ځینې سرچینې وايي، یونېسف یوازې ۲۲ ملیونه ډالره د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي پر پروګرامونو لګولي او دغه راز یې په ننګرهار کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت صابون پر خلکو وېشلی خو د دواړو په اړه شفافیت نشته.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په دغه غونډه کې د یونیسف له دغه چارواکي د لګول شویو پیسو حساب کتاب غوښت خو هغه به ځان ترې تېراو او همدا د لفظي شخړې لامل شول.

سرچینه وایي، تر دغه لفظي شخړې وروسته ولسمشر غني حکم ورکړی، چې محمد محمدي دې په ۲۴ ساعتون کې له افغانستان څخه خارج شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم تایید کړې، چې ولسمشر غني د یونیسف د پولیسو د برخې د مسوول محمد محمدي له هېواده د شړلو حکم ورکړی دی.

مینه پال په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په یوه ټوېټ کې یې ویلي د محمدي د اخراجېدو لاملونه په چارو کې نه ‌شفافیت او ولسمشر ته بې‌اعتنایي ده.

یونېسف ادارې تر اوسه پورې په دې اړه رسمی غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینې سرچینې وايي، دغه ادارې د یوه مکتوب له لارې د ولسمشر غني څخه بښنه غوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي