۰
ملا معتصم اغاجان:

 هدفي وژنې هغه کړۍ کوي، چې غواړي د سولې پروسه سبوتاژ کړي

شنبی ۱۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر ملا معتصم آغا جان وايي، د افغان حکومت او طالبانو له لوري په خپلو دریځونو ټینګار د دې لامل شوی، چې د سولې خبرې له بنست سره مخ شي.
 هدفي وژنې هغه کړۍ کوي، چې غواړي د سولې پروسه سبوتاژ کړي
د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر ملا معتصم آغا جان وايي، د افغان حکومت او طالبانو له لوري په خپلو دریځونو ټینګار د دې لامل شوی، چې د سولې خبرې له بنست سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي آغا جان ویلي، نه حکومت د دې توان لري، چې طالبان په زور د نظام برخه وګرځوي او نه هم طالبان کولی شي، چې اوسنۍ نظام له منځه یوسي.

نوموړي په داسې یوه حال کې اړتیا ده، چې یوه داسې حل لار پیدا شي، چې ټول پرې توافق ولري او ټولو خواو ته د منلو وي.

آغا جان له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د سیاسي او جهادي مشرانو منځګړیتوب مهم بللی وايي، دغه مشران باید د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره پر حکومت او طالبانو فشار روړي.

ده زیاته کړې، چې په اوس حال کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري پر خپلو دریځونو ټینګار د دې سبب شوی چې قطر کې د سولې خبرې له بنبست سره مخ شي.

هغه په هېواد کې روانې هدفي وژنې د هغو کړیو کار بولي چې د سولې پروسې په سبوتاژ کې خپلې ګټې لټوي او په وینا یې دغو کړیو لکه څنګه چې له جګړې څخه په خپله ګټه کار واخیست اوس هڅه کوي چې د سولې پروسې په سبو تاژ سره خپلې کټې خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې هدفي وژنې او ترورونه ډېر شوي، چې حکومت یې د طالبانو کار بولي، خو طالبان په کې لاس لرل ردوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي