۰

اتمر د امریکا له شارژدافیر او د پاکستان له سفیر سره لیدلي دي

یکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن او پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.
اتمر د امریکا له شارژدافیر او د پاکستان له سفیر سره لیدلي دي
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن او پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي اتمر په جلا جلا ډول له ویلسن او احمد خان سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له ویلسن او احمد خان سره په لیدنه کې د سولې د پروسې، بین الافغاني خبر، د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د افغانستان او سیمې د وضعیت او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي اتمر له ویلسن سره لیدنه کې د افغانستان او امریکا د نوې ادارې تر منځ د همکاریو په اړه هم خبرې کړې او د امریکا د نوې ادارې له دغه دریځه چې له طالبانو سره شوی تړون له سره ارزوي هرکلی وکړ.

دغه راز له ویلسن سره کتنه کې د افغانستان د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو، د سولې پر وړاندې خنډونو، د سولې اهمیت، د مذاکراتو څخه د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ، له ازبکستان، او عربستان سره د دوه اړخیزه او درې اړخیزه اړیکو په اړه هم د نظر تبادله وشوه.

بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې د دوواړو دولتونو تر منځ د مشورو پر زیاتېدو، له طالبانو سره د امریکا د تړون د بیا ارزونې، د طالبانو له خوا د کړیو ژمنو پر عملي کېدو او عیني واقعتونو ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې کابل کې د امریکا شارژدافیر په خپلو خبرو کې د خپل هېواد له لوري د کړیو ژمنو د عملي کېدو او همکارۍ ډاډ ورکړ.

بل خوا ښاغلي اتمر همدا نن کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره هم لیدلي او د دوه اړخیزه اړیکو، اقتصادي همکاریو او سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې د هر اړخیزه اوربند پر اهمیت د ټینګار تر څنګ ویلي، چې په افغانستان کې سوله د ټولو اړخونو په ګټه ده او دا کولی شي د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او اتصال لپاره ګټور تمام شي.
 
خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزه همکاریو او اړیکو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریز یا آپټا تړون په اړه هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزرات زیاتوي، چې ښاغلي اتمر د پاکستان د راکېټي بریدونو په اړه هم خپله اندېښه له پاکستاني سفیر سره شریکه کړه او ترې ویې غوښتل، چې دغه اندېښنه یې د پاکسستان بهرنیو چارو وزارت ته هم ورسوي.

ښاغلي اتمر ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د راکېتي بریدونو دوام د منلو نه دی او د دغه ستونزې د هواري لپاره باید له خبرو اترو کار واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د پاکستاني راکېټونو په اړه اندېښنه ښيي، چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ کرښې له پورې غاړې پر کونړ ولایت دوه ځلې راکېټي بریدونه وکړ، چې ځاني زیان یې نه درلود، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي