۰

د طالبانو جګړه د قدرت لپاره ده، موږ یې سیاسي حل ته چمتو یو

شنبی ۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د دین لپاره نه بلکې د قدرت لپاره ده او د قدرت موضوع له سیاسي لارې د حل وړ ده.
د طالبانو جګړه د قدرت لپاره ده، موږ یې سیاسي حل ته چمتو یو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د دین لپاره نه بلکې د قدرت لپاره ده او د قدرت موضوع له سیاسي لارې د حل وړ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن شنبې د کب ۹مه د سرتېري ورځې په لمانځ غونده کې وینا کوله طالبانو ته په خطاب کې و ویل، جګړه کولی شو، خو میړانه دا ده، چې سوله وکړو او د خبرو له لارې ستونزې حل کړو.

ښاغلي غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې، قربانیو او سرښندنو د ستاینې تر څنګ و ویل، چې دا ځواکونه د پخوا په پرتله ډېر پیاوړي شوي او په راتلونکې کې یې لا پیاوړتیا، تجهیز او تسلح د افغان دولت په لومړیتونو کې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په ډېره کمه موده کې دومره پرمختګ کړی او پیاوړي شوي، چې په نورو هېوادونو کې دا څه په ۲۰ کلونو کې نه شي کېدای.

د ښاغلي غني په وینا د دغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په شتون سره افغانستان اوس هغه هېواد نه دی، چې نورو به ساته اوس دغه ځواکونه د خپل هېواد تر څنګ د نړۍ امنیت هم ساتي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو سیاست د هېواد ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل دي نو ځکه په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو دومره ملاتړ د ولس له خوا نه و شوی لکه نن چې کېږي.

نوموړي و ویل، افغان ځواکونه دا مهال ۹۰ سلنه عملیات خپله مخ ته وړي او ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو او په خپلو پښو د درېدو په درشل کې دي.

ده د سرتېرو د ستاینې په اړه تر خبرو وروسته ژمنه وکړه، چې په ۱۴۰۰ کال له پیل سره به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدان د کورنیو لپاره په کابل ښار کې سلګونه نه بلکې زرګونه کورونه جوړ او ور به یې کړي.

د جګړې او سولې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې:

ښاغلي غني د جګړې په اړه و ویل، د افغانانو په مقابل کې دا روانه جګړه، په هېڅ اسلامي او انساني قوانینو او چوکاټ کې جواز نه لري، نو ځکه باید ودرول شي.

ولسمشر و ویل، د نړیوالو تر څنګ ان اسلامي هېوادونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له وسله والو یې غوښتي چې جګړه ودروي.

ده و ویل«ماته وښيۍ، چې زموږ تر قانون بل اسلامي قانون په نړۍ کې شتون لري، د روانې جګړې خبره په دین کې نه بلکې په قدرت کې ده او د قدرت د حل منبع سیاست دی، که څوک افغانان او د افغانانو بچیان بولي رادشي، چې د خبرو له لارې یې حل کړو، که یې نه مني نو معلومه ده، چې ستونزه په دوی کې ده.»

د ولسمشر په وینا د قدرت غوښتنه او ستونزې په جګړه نه حل کېږي ځکه که یې حل کېدای نو د طالبانو او د افغانستان د نورو دښمنانو هغه پلاونه چې یا دولت نسکور کړي یا یې و وېشي طرحې به اوس عملي شوې واي.

ښاغلی غني وايي، هغه چا چې طالبانو ته پر هلمند او کندهار د بریدونو مشوره ورکړې وه اوس به پوه او پښېمانه وي، چې افغان ځواکونه بې اختیاره، بې ارادې او بې قوته نه دي او دا د جګړې په میدان ورته ثباته شوه.

افغان ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې و ویل«جنګ کولی شو، خو دا مېړانه نه ده، مېړانه دا ده، چې راشی سوله وکړو او د افغانستان ناورین ته نور د پای ټکی کېږدو، نړیوالو دا ۴۰ کاله موږ له سولې لرې ساتلي یو، اوس مو سوله حق دی، خو تل پاتې او باعزته سوله.»

ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې که طالبان د افغانستان د پرمختګ او ستونزو د حل لپاره کومه طرحه لري افغان دولت چمتو دی، چې ورسره سیاسي حل لار ولټوي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د موقت یا لنډمهالي حکومت خبره په کله رد کړه ویې ویل، چې د واک لېږد به د ټاکنو له لارې کېږي او بله هېڅ لار نه لري.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې راتلونکی ولسمشر به د افغانستان ملت ټاکي او دا به افغان امنیتي ځواکونه ثابتوي، چې راتلونکی ولسمشر به په قانوني بڼه راځي.

ولسمشر یو ځل بیا په کنايي ډول طالبانو ته و ویل، چې که څوک غواړي، چې په دې برخه کې ملت ته قناعت ورکړي د دوی غېږ ورته خلاصه ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي