۰
خلیلزاد:

حکومت او طالبان باید د سیاسي حل او دایمي اوربند ټینګېدو لپاره یوه لاره ومومي

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد کابل کې خپل سفر پای ته رسولی وايي، له افغان چارواکو او سیاسیون سره یې خبرې ګټورې وې.
حکومت او طالبان باید د سیاسي حل او دایمي اوربند ټینګېدو لپاره یوه لاره ومومي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد کابل کې خپل سفر پای ته رسولی وايي، له افغان چارواکو او سیاسیون سره یې خبرې ګټورې وې.

د جمجهو آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن پنشنبې د کب ۱۴ مه په خپل ټوېتر لیکلي، ویلي، چې له افغان چارواکو سره یې د سولې د بهیر ګړندي کېدو او نورو بدیلو لارو باندې خبرې اترې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې افغان حکومت او طالبان باید د شخړې د سیاسي حل او دایمي اوربند ټینګېدو لپاره یوه لاره ومومي.

نوموړي لیکلي«په کابل کې ما د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره په بدیلونو او نورو مختلفو لارو باندې بحث وکړ، هغه څه چې مې واورېدل زه یې وهڅولم، د چټک حرکت او د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو د اړتیا لپاره چې افغانان یې غوښتونکي او مستحق دي پراخ ملاتړ موجود دی.»

د امریکا ځانګړي استازي دغه راز ویلي چې کابل ته د خپل سفر په مهال یې له افغان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې او د ښځو له استازو سرههمپه جلا لیدنو کې د سولې د بهیر چټک پرمختګ کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د نړۍ د پراخ ملاتړ د راجلبولو په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد له افغان چارواکو سره د خپلو لیدونو په تړاو زیات معلومات نه دي ورکړي، خو تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تائید کړه چې په دغو بدیلو لارو کې د ګډ حکومت جوړولو طرحه هم شامله ده.

دغه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل د افغان سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره په دغه بهیر کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي ترڅو دغه سازمان د افغانستان د سولې لپاره یو استازی وټاکي او له زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د یو شمیر نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره په ګډه د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

د دغه امریکايي دپلومات په وینا ملګرو ملتونو ته وړاندیز شوی چې د ایران، پاکستان او د افغانستان د سولې په پروسه کې د نورو ښکېلو هېوادونو په ګډون یوه لویه غونډه راوبولي ترڅو د افغانستان د سولې د مذاکراتو د ګړندي کولو لپاره په نړیواله کچه د همکارۍ یو ګډ لیدلوری رامنځ ته شي او هېوادونه له خپل نفوذ څخه په استفادې ښکیلې خواوې د سولې په خبرو کې پرمختګ ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې په وینا دغه وړاندیزونه په لومړي پړاو کې دي او ټینګار یې کړی چې په دې اړه وروستی تصمیم به په خپله افغانان نیسي.

افغان چارواکو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئیس په وار وار ټینګار کړی چې سیاسي واک به د انتخاباتو له لارې د افغانستان راتلونکي جمهور رئیس ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي