د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن او د طالبانو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد، عبدالرحمن او ملا برادر لیدنه پرون یکشنبې د کب ۲۴ مه ماښام مهال دوحه کې شوې ده.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم دغه لیدنې پخلی کړی وايي، په دغه لیدنه کې د دوحې هوکړې پر پلي کېدو، د افغانستان پر روان وضعیت او بین الافغاني مذاکراتو خبرې اترې وشوې.
وردګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له طالبانو غوښتي، چې نور یوه جوړجاړي ته ورسېږي او دغه پروسه نوره ختمه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل