۰
رویټرز:

خلیلزاد هڅه کوي پر طالبانو تر ۷۰ سلنې تاوتریخوالي راکم کړي

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي، چې تر اویا سلنه پورې تاوتریخوالی راکم کړي.
خلیلزاد هڅه کوي پر طالبانو تر ۷۰ سلنې تاوتریخوالي راکم کړي
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي، چې تر اویا سلنه پورې تاوتریخوالی راکم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون شنبې د کب ۱۶ مه دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي او ویل کېږي د افغان سولې په تړاو یې د امریکا نوې طرحه چې د انتقالي حکومت موضوع هم په کې شامله ده، شریکه کړې.

ویل کېږي خلیلزاد دا طرحه کابل کې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاسیون سره هم شریکه کړې، چې د افغان حکومت او ځینو سیاسیون له غبرګون سره مخ شوې ده.

ولسمشر غني خو پرون په ښکاره ټکو د پارلمان په پرانست غونده کې له یادې طرحې سره مخالفت وکړ او ویې ویل، چې واک به خپل ځای ناستي ته یوازې د ټاکنو له لارې پرېږدي.

هغه دا هم و ویل، چې هر څوک او بنسټ کولی شي د کاغذ پر مخ خیالي او په خوب کې طرحې ولیکي، چې په وینا یې دا کار وړاندې هم شوی، اوس هم کېږي او په راتلونکې کې به هم وشي.

خو په خبره یې دا طرحې عملي نه دي، ځکه پردۍ طرحې افغانستان ته سوله او ثبات نه شي راولي او دایمي سوله او ثبات هله راتلی شي، چې اساسي قانون ته مراجعه وشي او د افغانستان د ولس څخه د رایې پر مټ واک تر لاسه کړی شي.

په ورته وخت رویټر په یوه راپور کې د طالب سرچینو له خولې هم لیکلي چې د بن کنفرانس ته ورته د یوې غونډې د جوړولو خبره له طالب مشرانو سره شوې ده او دغه راز له دوی غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه تر اویا سلنې پورې راټيټه کړي.

طالب سرچینې ویلي امکان لري چې له مقابل لوري سره د تاوتریخوالي پر کمولو توافق ته ورسېږي، خو پر اوربند خبرې کول به ډېر وخت وغواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي