۰

د افغانستان په اړه د امریکا نوې طرحه، کابل کې په خپل سفارت کې قومانداني جوړوي

شنبی ۱۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۹
د امریکا دفاع وزرات خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ به کابل کې د امریکا په سفارت کې نوې قومانداني جوړه کړي.
د افغانستان په اړه د امریکا نوې طرحه، کابل کې په خپل سفارت کې قومانداني جوړوي
د امریکا دفاع وزرات خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ به کابل کې د امریکا په سفارت کې نوې قومانداني جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه د چنګاښ ۱۱ مه ویلي، چې دا طرحه د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید آستن له خوا تایید شوې ده.

د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي.

د پنټاګون ویاند وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو خوندي او منظم وتل دوی ته دا زمینه برابره کړې، چې امریکا خپل اوسنی دیپلوماتک حضور په دغه هېواد کې وساتي او د افغان حکومت او خلکو ملاتړ وکړي، تر څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نه شي او امریکا ونه ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي دا خبر هم ورکړی و، چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او سلا مشورو لپاره په قطر کې هم یو دفتر پرانیزي.

امریکا دا نوې طرحه پر داسې مهال اعلانوي، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او له بلې خوا د جګړې زور اخیستو سره وسله وال طالبان توانېدلي، چې ګڼې ولسوالۍ ولکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي