۰

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د رېل پټلۍ چارې پیل شوې

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
ازبکستاني چارواکو اعلان وکړه، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د رېل پټلۍ چارې په عملي ډول پیل شوې.
د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د رېل پټلۍ چارې پیل شوې
ازبکستاني چارواکو اعلان وکړه، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان د رېل پټلۍ چارې په عملي ډول پیل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پروژې ازبک مسوول محمد احسان پرون سه شنبې د وري ۹ مه ترمز ښار کې د خبرو پر مهال ویلي، له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل پتلۍ غځول چې منځنۍ آسیا د کراچۍ د ګوادر او قسیم بندرونو سره نښلوي تر ټولو لنډه لار ده.

د نوموړي په وینا دغه رېل لار به د ازبکستان د ترمز ښار څخه د افغانستان مزار شریف، وروسته کابل او په پای کې به پېښور ته وغځول شي.

پر دغه پروژه ۵ میلیارده ډالر لګښت راخي، چې پر سر یې دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ په تاشکند کې توافق وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي