۰

طالبان: که امریکايي ونه وځي، له جدي غبرګون سره به مخ شي

شنبی ۳۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۰
د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ووځي او که ونه وځي له جدي غبرګون سره به مخ شي.
طالبان: که امریکايي ونه وځي، له جدي غبرګون سره به مخ شي
د طالبانو د مذاکراتي ټيم غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ووځي او که ونه وځي له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین دغه څرګندونې له اسوشېتېد پرس خبري آژانس سره مرکه کې کړې ویلي، یې دي، که امریکا تر مۍ میاشتې پورې له افغانستانه ونه وځي پر وړاندې به یې غبرګون وښيي.
 
نوموړي ویلي، په ۱۸ میاشتو خبرو کې دوی له امریکا سره تړون ته ورسېدل او د دې تړون له مخې د راتلونکې مې تر لومړۍ نېټې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

دی وايي، هیله مند دي چې امریکا په خپل وخت ووځي او دوی د افغانستان د کړکېچ پر سوله ییز هواري تمرکز وکړي، څو په افغانستان کې د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته په رسېدو اوربند وشي.

شاهین ویلي، که امریکايي ځواکونه ونه وځي دا مانا ده چې له تړون سرغړونه کیږي او دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي.

طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي