۰

ولسمشر غني د ځينو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له سفیرانو سره لیدلي

شنبی ۱۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدلي دي.
ولسمشر غني د ځينو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له سفیرانو سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي غني او دغه سفیرانو لیدنه نن شنبې د وري ۱۴ مه له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې شوې ده.

په ناسته کې د امریکا د شارژدافیر، د ناټو ملکي استازي او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو او د بین المللي بنسټونو ځینو استازو برخه درلوده.

ارګ وايي ښاغلي غني په دغه کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي