۰

لغمان: ۱۱۰ امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۵
د لغمان والي وايي، د دې ولایت ۱۱۰ لوړ او ټيټ رتبه نظامیان د وظیفوي غفلت او نورو ناغېړیو له امله نیول شوي دي.
لغمان: ۱۱۰ امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي
د لغمان والي وايي، د دې ولایت ۱۱۰ لوړ او ټيټ رتبه نظامیان د وظیفوي غفلت او نورو ناغېړیو له امله نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رحمت الله یارمل وايي، دغه کسان اوس مهال په بند کې دي، چې په کې د لغمان د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال هم شامل دی.

والي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

لغمان کې د ۱۱۰ امنیتي منسوبینو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې په تېرو څو ورځو کې په دې ولایت کې جګړو روز اخیستی دی.

د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، الینګار او الیشنګ کې هم ګڼې پوستې سقوط شوې او ویل کېږي یو شمېر سرتېري چې له اوږدې مودې راهیسې کلابند وو له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوي دي.

پرون جګړه د مرکز متهرلام ښار څنډو ان محبس ته رسېدلې وه، خو د تازه دمه کمانډو ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شاه وتمبول شول.

لغمان کې اوس هم حالت جګړیز دی او پرون د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت اپراتیفي مشر جنرال خوشحال سادات هم دغه ولایت ته ورسېدل.

پوځي او نظامي چارواکو د لغمان امنیتي وضعیت له نېږدې جاجلی او په دغه ولایت کې یې د طالبانو پر ضد د پراخو ځمکنیو او هوايي چاڼیزو عملیاتو امر کړی دی.

راپورنه وايي، له پرون ماښام راهیسې د طالبانو پر ضد پراخ چانیز عملیات پیل شوي او چارواکي وايي، ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي