۰

د فاریاب قیصار ولسوالۍ بازار کې هاوان لګېدلی ۷ تنه یې وژلي

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۳
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په بارز کې د طالبانو له لوري توغول شوي هاوان ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب قیصار ولسوالۍ بازار کې هاوان لګېدلی ۷ تنه یې وژلي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په بارز کې د طالبانو له لوري توغول شوي هاوان ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون مازیګر مهال رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه وايي، طالبانو پرون پر امنیه قوماندانۍ څو هاوان ویشتلي، چې د قیصار ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي او ۱۶ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هاوان برید کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي