۱

دولت آباد او خان آباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوې

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۴
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت دولت آباد او د کندوز ولایت خان ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیول شوې دي.
دولت آباد او خان آباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوې
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت دولت آباد او د کندوز ولایت خان ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیول شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول ادرو نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو تېره شپه پر دولت آباد ولسوالۍ چاڼیز عملیات پیل کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونه د کمانډویانو او هوايي ځواک په ملاتړ وتوانېدل، چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې دولت آباد ولسوالي بېرته په خپل واک کې واخلي او طالبانو ته ماته ورکړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جګړې د زیان او مرګ ژوبلې په اړه به وروسته له رسنیو سره جزیات شریک کړي.

په ورته وخت کې د کندوز امنیه قوماندان فرید مشعل وايي، د کمانډو ځواکونو په مرسته د دغه ولایت خان آباد ولسوالي هم له طالبانو نیول شوې ده.
د قوماندان مشعل په وینا خان آباد ولسوالي او درې نور کلي پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د وسله والو طالبانو له شتون څخه په مکمل ډول تصفیه شوي دي.
 
د کندوز امنیه قوماندان زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د څو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

مشعل افغان لوري ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس: شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي