۰

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د محب غبرګون: پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي 

شنبی ۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۴
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، پاکستان دې د ده پر ځای د ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي او په خپله خاوره کې یې ده نه پرېږدي.
د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د محب غبرګون: پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي 
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، پاکستان دې د ده پر ځای د ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي او په خپله خاوره کې یې ده نه پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن شنبې د غبرګولي ۸ مه کابل کې له امنیتي چارواکو سره یو ځای خبري غونډه کې خبرې کولې، و ویل، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې کله هم ښې نه وي.

دی وايي، افغان جګړې تر شاه پاکستان ولاړ دی، دغه هېواد ترهګرو ډلو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی ملاتړ یې کوي او هغه ډلې بیا افغانستان کې داسې بریدونه کوي لکه لوګر کې پر محصلینو برید، کابل د سید الشهدان نجونو پر لېسه برید او سلګونه نور ورته بریدونه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ډول بریدونه نو بیا کله د اړيکو د ښه والي څرګندويي کوي، بلکې په وینا یې اړیکې به هغه وخت ښې وای او وي، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ او ځای ورکولو لاس واخلي.

ښاغلي محب دا څرګندونې وروسته له هغې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې پرون پاکستاني چارواکو ویلي، پاکستان نور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره هېڅ ډول رسمي اړیکې نه پالي.

د ملي امنیت شورا سلاکار د دې په ځواب کې و ویل«پاکستان دې زما پر ځای له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړي، خپله خاوره کې د هغوی ته ځای نه ورکوي.»

نوموړي و ویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې نه دي او په وینا یې که پاکستان رښتیا غواړي اړیکې ښې شي نو د ترهګرو ډلو ملاتړه د لاس واخلي او په خپله خاوره کې د ځای نه ورکوي.

ده کابل ته د پاکستان او انګلستان د پوځي مشرانو د راتګ په اړه جزیات ورنه کړل خو ویې ویل، دوی غواړي امنیتي موضوعات له پاکستان سره په اساسي ډول حل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا و ویل، په دې برخه کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی، ځکه پاکستان تل ژمنې کړې خو عمل یې نه دی پرې کړی، ولې د ده په خبره هڅې روانې دي، چې ستونزه حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي