۰
د امریکا کانګرس:

د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې بیهر باید چټک شي

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د امریکا کانګرس د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې لړۍ ګړندۍ او پراخه کړي.
د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې بیهر باید چټک شي
د امریکا کانګرس د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې لړۍ ګړندۍ او پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانګرس غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته په ویه غونده کې ویلي، چې د افغان ژباړونکو او همکارانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د امریکا کانګرس غړو بیا له انټوني بلینکن غوښتي چې دغه ډله کسانو ته دې د وېزې ورکړه چټکه کړي او په دې توګه دې د هغوی ژوند وژغوري.

ځینو استازو ان دا غوښتنه هم کړې چې د امریکا کانګریس باید اته زره نورې وېزې هم د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته منظورې کړي.

د امریکا کانګرس دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي و، افغان ژباړونکو او په ټول کې هغه کسانو ته چې له بهرنیانو سره همکار و د دوی له خوا ګواښ نه متوجه کېږي.

طالبانو پر افغان ژباړونکو غږ وکړ چې له افغانستان دې نه وځي، ځکه دوی کار نه ورسره لري او که په هر برخه کې د کار کولو وړتیا لري، همدلته دې خدمت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي